IQNA

سترمنې میرمنې د اسټریلیا د مسلمانې ټولنې په ورزش کې بدلون راوست   

9:23 - May 26, 2025
د خبر لمبر: 3491174
ایکنا - د آسټریلیا یوې  سترمنې جینۍ ددغه هیواد  د سېډني د مسلمانانو لپاره د لومړي اتلیټکس  کلب په جوړولو سره د مسلمانولوبغاړو او  ورزشکارانو لپاره یو خوندي چاپېریال رامینځته کړی دی. 

 ایکنانیوز د bodyandsoul  له قوله  راپور راکړی، ، کله چې د آسټریلیا ورزشکارې نجلۍ، یاسمین الذوبي، لومړي ځل  د اتلیټکس لوبه پیل کړه، د هغې د مور یوې ملګرې په ټیلیفوني تماس کې پوښتنه وکړه: ولې ستا لور په سړکونو کې منډې وهي ؟ هغې لومړي ځل له  ښوونځي وروسته په یوه  روزونکي ورکشاپ کې  له منډې وهلو سره لیوالتیا  پیدا کړه. هغه وائي: دوي له مونږ ه غوښتل چې له  ۱۰۰ تر ۲۰۰ میتره  منډه ووهو . خو زه  حتی ۲۰ میټره هم منډه  نه شم  وهلی  او سا مو بندیږي.  

په داسې حال کې چې نور  تسلیم  شول  او قسم ئې وخوړ چې منډه وهل  به پرېږدي، د یاسمین ناتواني چې دا واټن  کچ کړي، د هغې  هوډ ئې  لا پیاوړی کړ. هغې غوښتل چې غوره کار وکړي، څو ځان ته ثابته کړي چې د سم فکر  او زیار او سخت کار سره هر څه ممکن دي. 

د محجبه ښځو لپاره د خوندي چاپېریال جوړول 

 له اتلیټیکس  او منډې وهلو سره د هغې نوي  لیوالتیا د فټنس  د بدن د جوړولو لپاره په هغې کې ګروهنه زیاته کړه .یاسمین کراس‌فټ ته واریده شوه ، خپل فزیکي ځواک ئې زیات کړ او د بارفیکس، اسکات او ډېډلیفټ په څېر تمرینونو ترڅنګ ئې اتلیټکس  او منډې وهلو  ته لومړیتوب ورکړ. هغې پریکړه وکړه چې د ماراتن لپاره تمرین  او اکسرسایز وکړي. له دې امله چې اوږده  منډه وهل  د اړین واټن لپاره د کافي چمتووالي تمرین ته اړتیا لري، هغې د  مندې وهلو  د روزونکو کلبونو لټون پیل کړ. که څه هم هغې د سېډني په  ماراتن کلب کې د خپلو پخوانیو ملګرو سره ولیدل، خو دا کار له ننګونو پرته نه ؤ. 

دونده محجبه و تحول‌آفرینی در ورزش جامعه مسلمان استرالیا

هغه وائي: زمونږ موخه د نورو خلکو  حذفول  نه دي. مونږ   د منډې وهلو یا مراتن   په کلب کې د غیرمسلمانانو ترڅنګ  منډه وهلې  ده. دا د چا  د حذفولو معنا نه لري، یوازې د سترمنو  او حجاب لرونکو  انجونو اوښځو  لپاره د یوه چاپېریال برابرولو معنا لري او هغوی ته وائي چې تاسو یوازیني کسان نه یاست چې حجاب لري. 

د جنورئ میاشت له  پیل راهیسې، د سېډني د مسلمانانو  میراتن یا منډې وهلو  کلب یوه ټولشموله فضا ګرځېدلې چې خلک سره یوځای کوي. دمنډه وهلو  او اتلېټیکس  د منظرې دډولوالي  له زیاتېدو سره، د یاسمین د مدیریت په وجه ، د مسلمانې ټولنې  منډه وهل او اتلټیکس لوبو کې برخه اخستل  احساس کوي چې ملاتړ ئې کیږي او په دې ورزش کې خپلې موخې تعقیبوي، ځکه پوهیږي چې د قضاوت له ویرې پرته  په یوه  ځای کې فعالیت کولی شي. 

بدلون رامینځةکونکی او روحیه‌بخښونکی اقدام

یاسمین وائي: پنځه کاله وړاندې د  منډې وهلو  د لوبې موضوع ډېره مطرح نه وه او مونږ دومره ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی نه درلود چې پوهه  شو منډې وهل او اتلیټیکس  یوه په زړه پورې ښکارنده  ده.

https://iqna.ir/fa/news/4283205

captcha